افغانستان 13 ثور 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

هېواد ته له پاکستان څخه څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال راستانه شول

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت ويلي، چې د سې شنبې پر ورځ ( د غویی ۱۲) ۳۴۳ افغان کډوال له پاکستان څخه د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دغه وزارت د څرکګندونو له مخې د دوشنبې پر ورځ هم د سپین بولدک له لارې ۲۱۱ افغان کډوال  هېواد ته راستانه شوي دي.

د سپین بولدک د مهاجرینو د ریاست د څرګندونو له مخې، د دوشنبې پر ورځ د پاکستان د کراچۍ ښار له زندانونو څخه د ۵۵ کسانو په ګډون ۲۴ کورنۍ، چې ۲۴ یې ماشومان دي هم راخوشې او هېواد ته راستانه شول.

دغه وزارت دوه ورځې وړاندې هم ویلي وه، چې د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۲۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

له دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په ډاګه کړې وه، چې د یو شمېر افغان کډوالو د راستنېدو اصلي لاملونه د ژوند د لګښتونو ډېروالی او د کاري فرصتونو نشتوالی دی.

په همدې حال کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ اوس هم څه باندې شپږ میلیون افغان کډوال په ایران او پاکستان کې میشت دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *