افغانستان 11 ثور 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره وکتل

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولوي سیف الدین معتصم سره وکتل.

د دغه کتنې پیل کې مولوي سیف الدین معتصم خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه، نوښتونه او شته ستونزې له ملا خیرالله خبرخواه سره شریکې کړې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

ورته مهال ملا خیرالله خیرخواه نوموړي ته تر ښه راغلاست وروسته د دوی کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا ښه والي لپاره یې لازمې مشورې او سپارښتنې ورته وکړې.

خیرخواه دغه راز د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ، چې وړاندیزونو او ستونزو ته به یې جدي رسېدنه کیږي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *