د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت له ایران سره د ډیپلوماتیکو اړیکو له بیا پیلولو وروسته ایران ته د دغه هېواد د لومړي پلاوي سفر اعلان کړ.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران اسلامي جمهوریت ته د سعودي د پلاوي د راتګ خبر ورکړ. د دغه پلاوي د راتګ موخه په تهران کې د سعودي عربستان د سفارت او په مشهد کې د کونسلګرۍ د بیا پرانستلو د میکانیزمونو کتنه ده.