افغانستان 08 حمل 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

جاپان له افغانستان سره د روغتیا او پوهنې برخه کې ۲۱.۶ میلیونه ډالره مرسته کوي

یونیسف د جاپان حکومت له افغانستان سره د روغتیا او پوهنې برخه کې د ٢١.٦ میلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړی دی.

دمعمار آژانس د خبرله مخې؛ یونیسف پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د جاپان حکومت به د ۱۸ میلیونو میندو او ماشومانو لپاره د اړینو واکسینونو د برابرولو او همدارنګه د افغانستان د ۲۰ دولتي ښوونځیو د زده کوونکو لپاره د څښاک د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو په برابرولو کې مرسته وکړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغو مرستو ۱۸ میلیونه ډالره به د شري، تیتانوس او پولیو په ګډون د بېلابېلو ناروغیو د واکسین په چمتو کولو کې ولګول شي.
خبرپاڼه کې زياته شوې، چې دغه راز ٣.٦ میلیونه ډالر به د ۲۰ دولتي ښوونځیو د ۱۰زره زده کوونکو ته، چې ۵ زره یې نجونې دي، د څښاک د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو په برابرولو کې ولګول شي.
ورته مهال په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا ویلي، چې د جاپان حکومت او خلکو په افغانستان کې اساسي بشري اړتیاوې درک کړي او هیله لري، چې له افغانستان سره د روغتیا، تغذيې او پوهنې په برخو کې د ماشومانو او د هغوی کورنیو لپاره پخوانۍ مرستې بشپړې کړي.
د معلوماتو له مخې په دغو مرستو کې به د زده کوونکو لپاره د اوبو او روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو چارې تر ډېره په غور، زابل، روزګان او پکتیا کې پلې شي، خو له ناروغیو څخه د ساتنې فعالیتونه به د هېواد په ټولو ولایتونو کې ترسره شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *