افغانستان 07 حمل 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: د کرکټ ملي لوبډلې بریا وښوده چې دوی په کمو او د نړیوالو په پرتله په نشتو امکاناتو هم د پرمختګ وړتیا لري

ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پاکستان پر وړاندې د افغان کرکت ملي لوبډلې د بریا په تړاو په یوه پیغام کې ویلی، چې د افغانانو دې بریا وښوده چې دوی په کمو او د نړیوالو په پرتله په نشتو امکاناتو هم د پرمختګ وړتیا لري

د ریاست الوزراء مطبوعاتي دفتر په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي: د پاکستان پر وړاندې د افغان کرکت ملي لوبډلې پرلپسې او تاریخي بریا مو مبارک شه. د افغانانو دې بریا وښوده چې دوی په کمو او د نړیوالو په پرتله په نشتو امکاناتو هم د پرمختګ وړتیا لري.

په دې پیغام کې راغلي، چې د افغانستان اسلامي امارت له خپلو لوبغاړو سره ولاړ دی او ژمن دی چې د تېر په څېر به د دوی د وړتیاوو لوړولو لپاره ټولې ممکنه هڅې کوي او  موږ د کرکټ اتلانو د لا بريا هیلې لرو او په پوره اخلاص ورته دعاګانې کوو

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *