افغانستان 07 حمل 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د کډوالو او بېرته رستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د پاکستان له شارژدافیر سره وکتل

د کډوالو او بېرته رستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د پاکستان له شارژدافیر محمد جنید وزیر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه کتنه کې پر درې اړخیزو ناستو، افغان بندیانو، په پوله د تلو راتلو پرمهال د اسانتیاو رامنځته کولو او په عموم کې د کډوالو پر ستونزو خبرې وشوې.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې حقاني له پاکستان څخه وغوښتل، ترڅو هغه کډوالو ته، چې غواړي د حج فریضې ادا کولو لپاره افغانستان ته راشي، په تګ راتګ کې ورته لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.

سرچینې زیاته کړې، چې په دغه کتنه کې جنید وزیر ژمنه وکړه، چې یادې ستونزې به له اسلام اباد سره شریکې کړي او په اړه به یې لازم اقدامات ترسره شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *