اقتصادي 05 حمل 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د افغانستان بانک نوي سرپرست په خپل کار پیل وکړ

د افغانستان بانک نوی سرپرست ملا هدایت الله بدري، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه بانک کارکوونکو ته معرفي شو.

د معمار آژانس د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، د چارو ادارې سرپرست او مرستیال سیف الدین تائب وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د چارواکو په مسئولیتونو کې بدلونونه یو اصل دی چې د اسلامي امارت مشرتابه دغه بدلونونه د ملي مصلحتونو او د ولس د خیر او فلاح په موخه په پام کې نیسي.
تائب، د بدري د غوره کارنامو په یادولو سره، هغه د افغانستان اسلامي امارت د متبارزو شخصیتونو له جملې څخه وباله.
د چارو ادارې سرپرست، د افغانستان بانک له مخکېني سرپرست حاجي ادریس څخه هم مننه وکړه او د افغانۍ د ثبات او د بانکي سکتور د اغېزناک مدیریت په برخه کې یې د هغه هڅې وستایلې.
دغه راز د افغانستان بانک نوي سرپرست وویل: موږ د هغو اوامرو او لارښوونو درناوی کوو چې د افغانستان اسلامي امارت له خوا موږ ته سپارل کېږي او راسپارل شوې دندې د وطنپالنې او عامه رفاه د اصل په پام کې نیولو سره ترسره کوو او د هر کار په ترسره کولو کې، الله (ج) شاهد او حاضر ګڼو.
بدري څرګنده کړه: د افغانستان بانک د مسلکي او ځوانو کارکوونکو په همکارۍ او تجربې به، د پولي سیاستونو د اغېزناک تطبیق، د بانکي سکتور د لا ټینګښت، د نړۍ له هېوادونو سره د بانکي سکتور د مراوداتو د ښه والي او د اسعاري زېرمو د آزادولو لپاره اغېزناکې هڅې ترسره کړو.
د غونډې په پای کې، د افغانستان بانک مخکېني سرپرست، د دغه بانک نوي سرپرست ته په چارو کې د بریالیتوب د هیلې تر څنګ، هغه د خلکو خدمتګار او پرهېزګاره شخصیت وباله او د افغانستان بانک له همکارانو یې وغوښتل چې د یوه ښه همکار په توګه دې له نوموړي سره کار وکړي.
د یادونې وړ ده چې د مالیې وزارت مخکېني سرپرست ملا هدایت الله بدري، چې په دغو وروستیو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌الحدیث و التفسیر مولوي هبةالله آخندزاده (حفظه‌الله) د فرمان پر بنسټ، د افغانستان بانک د نوي سرپرست په توګه ټاکل شوی و؛ نن يې په رسمي توګه خپله دنده پیل کړه.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *