افغانستان 05 حمل 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

خلیل الرحمن حقاني:‍ ۱۴۰۲ کال د طرحې له مخې به کورني او له بهر څخه راتلوونکي کډوال مناسبو سیمو ته ولېږدول شي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني فراه ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، چې د ۱۴۰۲کال لپاره د هېواد دننه او له بهر څخه راتلوونکي کډوالو د لېږد لپاره سالمه طرحه جوړه او ورته ګڼې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

خلیل الرحمن حقاني وویل، چې یاد وزارت په پام کې لري، څو په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد دننه او بهر څخه راتلوونکي کډوال د سالمې جوړې شوې طرحې او ډاډمن امنیت له مخې بېلابېلو سیمو ته ولېږدوي او ورته به ګڼې آسانتیاې برابرې کړي.

حقاني همدارنګه فراه ته د خپل سفر موخه د ولایت مقام، کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست او ولس ستونزې، اړتیاوې او ننګونې له نږدې څېړل وبلل.

نوموړي وویل: د دغه ولایت وګړي د وروستۍ وچکالۍ او سړې څپې له کبله، له سختو ستونزو سره مخ دي او یادو ستونزو ته په کتو سره غواړو، چې د وچکالۍ او نورو ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې د خیریه بنسټونو او نړیوالو مرستندویه موسسو پام راواړو او ژر تر ژره ورته بېړنۍ مرستې چمتو او ووېشو.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *