افغانستان 03 حمل 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

عبدالعزیز کاملوف: ازبکستان چمتو دی، چې قوش تېپې کانال په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړي دولتي پلاوي د ازبکستان د ملي امنیت شورا سلاکار او په بهرني سیاست کې د دغه هېواد د ولسمشر له ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف په مشرۍ له راغلي پلاوي سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.

په دغه کتنه کې کې د دواړو لوریو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ترانزيټي، اوسپنې پټلۍ او برېښنا پروژو په اړه هراړخیزې خبرې وشوې.

ملا عبدالغني برادر وویل، چې د اسلامي امارت د تېر یو نیم کال پر مهال له ازبکستان سره په سیاسي او اقتصادي برخه کې ښې اړیکې لرلې او اسلامي امارت د دغو اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅې کوي.

برادر زیاته کړه:«افغانستان د جنوبي او مرکزي آسیا هېوادونو ترمنځ د پله حیثیت لري او که له دغه ستراتیژیک موقعیت څخه ښه استفاده وشي، دا به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په سوداګرۍ او ترانزیټ برخه کې مهم رول ولوبوي. زه باور لرم، چې افغانستان او ازبکستان خپلو اړتیاوو او شته فرصتونو ته په کتو په سیمه کې دوه اغېزناک اقتصادي شریکان جوړېدای شي.»

ورته مهال عبدالعزیز کاملوف وویل، چې دوی په نړیوالو فورمونو او غونډو کې له افغانستان څخه ملاتړ کړی او په هر حالت کې یې د افغانستان د ګټو خوندي کولو لپاره هڅې کړې دي. کاملوف زیاته کړه، چې دوی پر ډېرو بنسټیزو پروژو سربېره چمتو دي چې د قوش‌تېپې له کانال څخه د اعظمي ګټې اخیستلو په موخه له اسلامي امارت سره د خپلو تخنیکي ټیمونو په واسطه ګډ کار او همکاري وکړي.

نوموړي پلاوي زیاته کړه: «ازبکستان چمتو دی، چې د نړیوالو فورمونو په مراعاتولو او له پرمختللې ټکنالوژۍ په استفادې له آمو سیند څخه د اوبو حق اخیستلو او په بشپړ ډول د افغانستان امتیازاتو او حقوقو ته په پاملرنې له اسلامي امارت سره د قوش ‌تېپې کانال د بشپړولو په اړه کار وکړي.»

په همدې حال کې ملا عبدالغني برادر اخوند ازبک لوري ته ډاډ ورکړ، چې قوش‌تېپې کانال به د افغانستان او ازبکستان تر منځ دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې او دغه دوه ګاونډي هېوادونه لا نږدې کړي.

برادر اخوند زیاته کړه، چې اسلامي امارت چمتو دی څو د یو ګډ تفاهم له لارې دغه حیاتي پروژه سرته ورسوي.

د ناستې پای کې دواړو لوریو هیله څرګنده کړه، چې دغه ډول ناستې دوامداره شي او د دواړو هېوادونو د مشترکو ګټو لپاره په کې مثبت پرمختګونه رامنځته شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *