د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په بهرني سیاست کې د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف او مل پلاوي سره وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، تجارتي، اقتصادي او زراعتي مسایلو هراړخیزې خبرې وشوې.
په پیل کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په نړیوالو فورمونو کې د افغانستان اسلامي امارت په تړاو د ازبکستان له مثبتو دریځونو څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې دواړه هېوادونه د دوو اړخیزو اړیکو له لارې مشترکو مسایلو ته حل لارې ولټوي.
مولوي امیر خان متقي په افغانستان کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې سره وویل، چې د دواړو هېوادونو لپاره په ګڼو برخو کې ښه فرصتونه رامنځ ته شوي دي.
نوموړي همداراز هیله څرګنده کړه، چې په منځنۍ اسیا کې د افغانستان په تړاو ناستو کې د افغان حکومت د استازو حضور د دغه ډول ناستو اهمیت لا زیاتوي.
ورته مهال د ازبکستان د پلاوي مشر عبدالعزیز کاملوف وویل، چې د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف په امر افغانستان ته راغلی تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو، تجارت او زراعت په برخو کې خبرې اترې وکړي.
کاملوف وویل، چې هېواد یې چمتو دی، چې د کرنې او اوبو د مدیریت په اړه د خپلو متخصصینو تخنیکي مشورې له افغان لوري سره شریکې کړي او د دوه اړخيز تجارت کچه يو مليارد ډالرو ته پورته کړي.
پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې په بېلابېلو کاري برخو کې د دواړو هېوادونو د متخصصینو مشترک پلاوي تعین شي تر څو په اړونده برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ فرصتونو په اړه مسلسل بحثونه ولري.