اقتصادي 28 حوت 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

په بامیانو کې د کرنې د ودې لپاره سلګونه میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي

د کرنې، اوبو، لګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال مولوي صدراعظم بامیانو ته د سفر پرمهال په دغه ولایت کې د کرنې د پراختیا صندوق ترمنځ د ۳۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.

په همدې موخه د بامیانو د کرنې په ریاست کې جوړه شوې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال مولوي صدراعظم وویل، چې په دغه ولايت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کرنې ودې او پياوړتيا لپاره د کرنې د پراختیا صندوق سره د ۳۳۴ ميليونه افغانيو په ارزښت تړون لاسلیک کړ، چې راتلوونکي کال کې به په دغه ولایت کې د کرنې ودې او بزګرانو د ملاتړ لپاره ولګول شي.

په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د پراختیا صندوق رئیس عبدالغفور غفاري وویل، چې له تخصیص شویو پیسو څخه به اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې د کرنې د ودې او ښه والي په موخه ووېشل شي، چې له ګټو څخه به یې په مستقیمه توګه ۲ زره ۲۲۵ بزګران برخمن شي.

په دې غونډه کې د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي په بامیان کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل، چې د بزګرانو او کرنې ملاتړ به د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ځان بسیاینې لامل شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *