خبرونه 24 حوت 1401 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځته کولو لپاره د ګاونډیو هېوادونو هڅې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل ازبکستاني سیال سره په کتنه کې په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو پر ثبات او همکارۍ ټینګار کړی دی. د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کښې د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان سره د ازبکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر بختیار سیدوف سره د کتنې خبر ورکړ. د دغې خبرپاڼې له مخې، ایراني او ازبکستاني لوري په افغانستان کې د سولې پر ټینګښت او په دې برخه کې د ګاونډیو هېوادونو پر همکارۍ ټینګار کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو خاصو استازو د اسلامي امارت له بلنې پرته د افغانستان په اړه غونډه وکړه او له ترهګرۍ سره د مبارزې او په افغانستان کې د یوه جامع حکومت د جوړېدو په ګډون یې پر ځینو مسایلو ټینګار وکړ. د ایران او پاکستان په ګډون یو شمېر ګاونډیان او د روسیې او چین په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونه له اسلامي امارت سره خپل منځي تعاملات لري، خو د اسلامي امارت له ۱۸ میاشتو واکمنۍ وروسته هیڅ هیواد د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو ته ګام نه دی پورته کړی. ازبکستان یو له هغو مهمو هېوادونو څخه دی چې د افغانستان په شمال کې پروت دی او د افغانستان په چارو کې لاس لري. د ازبکستان اسلامی ګوند د تکفیری افکارو په لرلو او د تکفیری ترهګرو په استولو سره په افغانستان کښې یوه له ترهګرو ډلو څخه ده چې د افغانستان د اسلامی جمهوریت د حکومت پرضد یې په دغه هیواد کښې ګڼ ترهګریز عملیات ترسره کړی دی. دغه ګوند د افغانستان په ازبک ولس کې د پام وړ نفوذ لري. څو ورځې وړاندې دغه هېواد ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير سفر په داسې حال کې وشو، چې د ازبکستان پر حکومت فشار راوړل او له افغانستان سره يې اړيکې ننګولې. د اسلامي امارت او د ازبکستان د حکومت تر منځ د ترینګلتیا او ترینګلو اړیکو په رامنځته کولو سره د افغانستان په شمال کې د ازبکستان د تکفیریانو د تروریستي فعالیتونو لپاره زمینه برابریږي او په حقیقت کې د افغانستان د شمال د بې ثباته کولو پلان جوړیږي. خو ازبکستان ته د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر له سفر سره دې نتیجې ته رسېږو چې اسلامي جمهوریت هغوی ته د دغه ډول ناوړه پلان له پایلو خبر کړي. باید وکتل شي چې د ازبکستان حکومت به د دغه پلان په اړه کومه تګلاره غوره کړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *