افغانستان 23 حوت 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

مولوي ندا محمد ندیم: چاته اجازه نه ورکوو، چې زموږ علمي سيستم خراب کړي

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم هلمند پوهنتون کې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې دښمنان لګیا دي، څو زموږ علمي سيستم خراب او بدنام کړي، خو موږ به هېڅکله دوی ته اجازه ور نه کړو.
نوموړي دغه راز د هلمند پوهنتون له استادانو وغوښتل، چې باید ځوانان د اسلامي او افغاني ارزښتونو د ساتنې په فکر وروزي.
په دې غونډه کې د هلمند پوهنتون رئیس پوهنیار محمد سورګل عبدالرحمن مولوي ندا محمد ندیم ته ښه راغلاست ووایه او ترې و یې وغوښتل، چې دغه پوهنتون کې شته ستونزې حل او ورته دې د طب او انجنیرۍ پوهنځي هم ورکړل شي.
په همدې حال کې مولوي ندیم ډاد ورکړ، چې په هلمند پوهنتون کې به شته ستونزې حل، د رغولو چارو لپاره به يې بودجه ځانګړې او د استادانو د معاشونو ستونزه به هم حل کړي.
ورته مهال د هلمند مرستیال والي مولوي عبدالرحمن کندوزي د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ته تر ښه راغلاست وروسته وویل، چې باید په هېواد کې ځوانانو ته د کار او زده کړو زمینه برابره شي تر څو بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو د تګ مخنیوی وشي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *