یونسکو اعلان کړی چې که طالبان سمدستي د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه خپله پرېکړه بدله نه کړي، یو نسل به له منځه ولاړ شي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په نږدې کېدو سره یونسکو یا د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان په یوه ټویټ کې خبرداری ورکړی چې که طالبان ژر تر ژره په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو پرېکړه بدله نه کړي، په دغه هېواد کې به یو نسل قرباني شي.