افغانستان 22 حوت 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رئيس د افغانستان لپاره د جنوبي کوریا له شارژدافير سره وکتل

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص او د افغانستان لپاره د جنوبي کوریا شارژدافیر مون سنګ هان سره د قطر پلازمینه دوحه کې وکتل.

دواړو لوریو په دې کتنه کې له افغانستان سره د بشري مرستو، دوه اړخیزو همکاریو او اړیکو په تړاو خبرې وکړې.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس له افغانستان سره د جنوبي کوریا له کړو بشري مرستو مننه وکړه او د دوام غوښتنه يې ترې وکړه.

د جنوبي کوریا شارژدافیر مون سنګ د افغاني سرې میاشتې له سرپرست سره ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره به خپلې بشري مرستې روانې وساتي او بې سرپرسته کورنیو ته به د حِرفوي زده کړو په برخه کې لازمه همکاري کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې: (مونږ د تېر په څېر د افغاني سرې میاشتې تر شا ولاړ یو او هڅه به وکړو، چې مرسته کوونکو بنسټونو ته د افغانانو اوسنی انځور او د بشري مرستو اړتیا ور وړاندې کړو).

د یادونې وړ ده، چې د افغاني سرې میاشتې سرپرست رئيس تر دې وړاندې په دوحه کې د افغانستان لپاره د نيدرلېنډ له سفیر سره هم کتلي وو.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *