وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې چین پلان لري چې د ایران او د فارس خلیج د عربي هېوادونو په حضور کې غونډه وکړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ دغه ورځپاڼه وايي، کله چې عرب مشرانو د تېر کال په ډسمبر کې په رياض کې د چين له ولسمشر شي جين پينګ سره په يوه سيمه ييزه غونډه کې وکتل، نو چينايي مشر دوی ته يوه بې ساري نظريه وړاندې کړه.