د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د حالاتو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د ملګرو ملتو د سرمنشي د کتنې او بحث خبر ورکړ.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان پر اهمیت ټینګار کړی دی.