طالبان وايي، د جنسي تېري په تور يې دوه تنه نيولي دي. تر دې وړاندې یوې ښځې ادعا کړې وه چې طالبانو پر هغې او د هغې پر ځوانو لوڼو جنسي تېری کړی دی. له دې وروسته د بشري حقونو فعالان د طالبانو پر کړنو نیوکې کوي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سرپل ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند دين محمد نظري، دويچه ويله ته وويل، چي دغه پيښه د حوت په ٩مه د سرپل ولايت د سوزمه قلعه ولسوالۍ د خانقاه په سيمه کې رامنځته شوه او په اړوند يې دوه تنه ونيول شول. د نظري په خبره، دغه کسان ملکي وګړي دي او د طالبانو له ځواکونو سره تړاو نه لري.