د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعید سره وکتل او د افغانستان په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دغه کتنه کښې په افغانستان کښې د سولې او ثبات د تامین لپاره د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو په ضرورت ټینګار شوی دی.