د عبدالسلام حنفي په مشرۍ د طالبانو د تنظیم او معاشونو د تنظیم کمیسیون د راتلونکي مالي کال پر پلان او بودیجه بحث وکړ او په دولتي ادارو کې یې د تشکيلاتي انفلاسیون او په دندو کې د لاسوهنې پر مخنیوي ټینګار وکړ.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ترکنټرول لاندې ارگ د دوشنبې په سهار (د حوت په ۱۵ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي د سازمانونو او معاشونو د تنظیم کمیسیون غړو او د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت او د بودیجې جوړونې او مالي پلان ۱۴۰۲ ریاستونو استازو د یادو ادارو د دندو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وکړې.