اقتصادي 14 حوت 1401 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

مولوي قدرت الله جمال: هېوادونه د صنعت او سوداګرۍ له لارې پرمختګ کوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي قدرت الله جمال، د سرو زرو له سوداګرو سره په کتنه کې، صنعت او سوداګرۍ د هېوادونو د پرمختګ عامل بللی دی.

د معمار آژانس د خبر له مخې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کته کې، د سرو زرو سوداګرو خپلې ستونزې او وړاندېزونه شریک کړل او د حل غوښتنه یې وکړه.

دغه راز، مولوي قدرت الله جمال د سرو زرو سوداګرو د ستونزو او وړاندیزونو په اورېدو سره، ویلي دي: هېوادونه د صنعت او سوداګرۍ له لارې پرمختګ کوي او صنعت او سوداګرۍ د هېواد د ځان بسیاینې او پرمختګ بنسټ دی.

هغه څرګنده کړې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه تل هڅه کوي چې صنعت کارانو او سوداګرو ته زیاتې آسانتیاوې برابرې کړي.

مولوي جمال له یادو سوداګرو څخه غوښتي چې د وزارت د تخنیکي ټیم په همغږۍ دې، د سرو زرو د صادراتو او ترانزیټ په برخه کې پر نوې او هر اړخیزه طرحه کار وکړي چې له اقتصادي کمېسیون سره شریکه او د صادراتو او ترانزیټ په برخه کې ستونزې حل شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *