افغانستان 11 حوت 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
کپی شد!
0

د تعلیم، مسلک او تحصیل تر عنوان لاندې کنفرانس او نندارتون په کابل کې جوړ شو

د تخینکي او مسلکي تعلیماتو ادارې، د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو او یو شمېر نورو اړوندو ادارو په همکارۍ، نن «د تعلیم، مسلک او تحصیل» تر عنوان لاندې کنفرانس او دوه ورځنی نندارتون جوړ کړ.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت په انټرکانټیننټل هوټل کې جوړه شوې غونډه کې، د چارو ادارې مرستیال مولوي عبدالحنان حقاني، د علم او پوهې پر ارزښت خبرې وکړې او ویې وویل: قرآن عظیم الشان موږ ته د تمدن او ترقۍ درس راکوي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د ترقۍ او پرمختګ مخالف نه دی او داسې یو نظام دی چې هېوادوال د پرمختګ او د هېواد آبادولو ته هڅوي او د هغوی ملاتړ کوي.

وروسته، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، د هېواد په پرمختګ کې، د تعلیم او تحصیل پر رول خبرې وکړې او ویې ویل: که غواړو یو قوي او پیاوړی هېواد ولرو، نو باید تعلیم او تحصیل ته ډېره پاملرنه وکړو او هېواد ته ژمن پاتې شو.

هغه پر هېوادوالو غږ وکړ چې ټول لاسونه سره ورکړي او د هېواد په پرمختګ او آبادۍ کې دې ونډه واخلي.

په همدې حال کې، د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې رئیس مولوي غلام حیدر شهاب، وویل چې الله تعالی (ج) هغه نظام خوښوي چې قوي حکومت، پیاوړی اقتصاد او پرمختللی تعلیمي او تحصیلي سیستم ولري.

شهاب، د دغې ادارې د راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه چې د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو اداره، له هر هغه نوښتګر فکر او اندېشې ملاتړ کوي چې د هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ سبب کېږي.

د غونډې په دوام، د پوهنې وزارت د خصوصي تعلیماتو رئیس مولوي عبدالرحمن حمیدي او د لوړو زده کړو وزارت معین مولوي محمد طاهر، له نوښتګرو، استادانو او تعلیمي او تحصیلي بنسټونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

هغوی وویل چې د نورو ادیانو په نسبت، په اسلام مبین کې تعلیم او تحصیل ته ډېر ارزښت ورکړل شوی دی او اسلامي امارت د هېواد تعلیمي او تحصیلي بنسټونو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي قدرت الله جمال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مهمند، هم د موضوع په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د دغه شان نندارتونو او پروګرامونو د جوړولو ملاتړ کوي.

د يادونې وړ ده، چې دغه نندارتون نن او سبا د لیدونکو پر مخ پرانيستى دى او په کې د نارینه و او ښځو لپاره لسګونه غرفې جوړې شوې دي. په یاد نندارتون کې د تخنيکي او مسلکي تعلیماتو ادارې د زده کوونکو توليدات او لاسته راوړنې، ډول ډول کتابونه او مجلې، لاسي صنایع او نور تولیدات نندارې ته وړاندې شوې دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *