افغانستان 11 حوت 1401 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اروپايي ټولنې له استازو سره وکتل

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکولسن او د یادې ټولنې د پلاوي رئیسې رافیلا ایوډېس سره د کندهار ولایت مقام کې په داسې حال کې وکتل، چې د کندهار مرستال والي هم شتون درلود.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست

د معمار پرس د خبر له مخې؛

متقي په دغه کتنه کې وویل چې د افغانستان او اروپايي ټولني د نژدې کېدو له پاره دې ډېر کار وشي او اروپايي هېوادونه دې وهڅول شي، تر څو په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانيزي.

توماس نیکولسن او ورسره مل پلاوي په دغه کتنه کې د اسلامي امارت په راتګ سره د بشپړ امنیت د خوندي کېدو او د فساد پر وړاندې د کلکي مبارزې ستاینه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې دوی به د افغانستان ترڅنګ ولاړ او بشري مرستې به دوام ولري.

یاد پلاوي همدارنګه نړیوالو ته د افغانستان د مثبت انځور د وړاندې کولو او رسولو ډاډ هم ورکړ.

‏په ورته وخت کې د کندهار مرستیال والي مولوي حیات‌الله مبارک بيا د اروپايي ټولڼي د استازو څخه د ښوونې او روزنې، د رواني ناروغانو لپاره د درملني مرکز جوړولو، د بندونو د جوړولو او روغتیايي برخو کي د همکارۍ غوښتنه وکړه او د دوی د خدماتو د ښه تطبیق په برخه کې يې د بشپړې همکارۍ ډاډ ور کړ.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *