په یونان کې د دوو مسافر وړونکو اورګاډو د ټکر په پایله کې ۳۲ تنه وژل شوي او ۸۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د تیسالي سیمې والي اګور سټاس ویلي، د مسافر وړونکي اورګاډي د شمالي ښار تیسالونيکي پر لور روان و چې له لاریسا ښار بهر له یوه بار وړونکي اورګاډي سره ټکر شو.