د طالبانو کابینې د ۱۴۰۲ مالي کال د بودجې سند تصویب کړ او د طالبانو د مالیې وزارت ته یې دنده وسپارله چې په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د ۱۴۰۲ کال د بودیجې د تصویب خبر د سه شنبې په ورځ خپور شو، په داسې حال کې چې د هغې د اندازې او د تمویل د څرنګوالي په اړه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.