افغانستان 08 حوت 1401 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

مولوي امیرخان متقي: ټولنه مو مسلکي خلکو ته ضرورت لري ترڅو هېواد له نړۍ سره سیال کړو

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په زابل کې د دیني عالمانو سره د اسلامي نظام د بقا په موخه جوړه شوې مشورتي غونډه کې وویل، چې ټولنه مو انجنیر، ډاکټر، معلم او نورو مسلکي خلکو ته ضرورت لري ترڅو دا هېواد د نورو سره سیال کړو.

نوموړي زابل د جهاد ټاټوبی یاد کړ او ویې ویل، چې اشغالګرو غوښتل د افغانانو ترمنځ نفاق او دښمني رامنځته کړي، خو اسلامي امارت په یوه بخښنه سره د دوی پلان له خاورو سره خاورې کړ.

متقي زیاته کړه: (( اشغالګرو غوښتل خلک په الوتکو کې له هېواده وباسي خو اسلامي امارت وتوانېده، چې په لکونو مامورينو او مجاهدینو ته معاشونه ورکړي او لویې پروژې پیل کړي، د دې ترڅنګ عواید او صادرات مو تر پخوا څو چنده زیات شوي، چې دا هرڅه ساتنه غواړي.))

هغه وویل، چې دلته دیني عالمانو ته په کار ده، څو په ټولنه کې اتفاق وساتي خلکو او مجاهدینو ته نبوي سیرت، نبوي اخلاق بیان او د ټولو خلکو، ځوانانو او مجاهدینو  فکرونه جوړ کړي.

ورته مهال په دې غونډه کې د زابل والي مولوي قدرت الله ابو حمزه وویل، چې دیني عالمان زموږ مشران دي او موږ ته ارزښت لري.

نوموړي زیاته کړه، چې دیني عالمان باید د نظام د بقاء لپاره داسې نظریات او مشورې راکړي، ترڅو د هغوی په عملي کولو سره اسلامي امارت بقاء پیدا او پرمختګ وکړي.

په غونډه کې د مرکز او ولسوالیو دیني عالمانو د اسلامي امارت د ملاتړ ترڅنک وویل، چې موجوده نظام دې هر وخت له دیني عالمانو څخه مشورې اخلي.

دوی ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت ټول صفونه تصفیه، فساد کوونکي او بدل خلک دې له خپلو صفونو څخه لرې کړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *