اناتولی خبري اژانس راپور ورکړی چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف کابل ته د خپل سفر پر مهال ملا عبدالغني برادر ته ویلي چې که د پاکستان د تحریک طالبان پر ضد اقدام ونه شي، اسلام اباد به په افغانستان کې دننه عملیات وکړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ اناتولي د جمعې په ورځ د حوت په پنځمه نېټه د دغه راپور په خپرولو سره د یوه پاکستاني امنیتي چارواکي له قوله چې د خپل نوم له څرګندولو یې ډډه کړې او لیکلي یې دي: “موږ هغوی [افغان طالبانو] ته شواهد وښودل چې څنګه TTP له افغانستان څخه په بنو او پېښور کې وروستي بریدونه پلان او ترسره کړي او دوی ته مو خبرداری ورکړ چې نور بریدونه به د پاکستان له سخت غبرګون سره مخ شي.