په کابل ښار کې د یوې چاودنې په پایله کې د طالبانو یو قومندان وژل شوی او د دغې ډلې دوه نور جنګیالي ټپیان شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په کابل کې سرچینې وايي، چاودنه د پنجشنبې په ورځ د حوت په ۴ مه د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند د کارته نو د غونډۍ په سیمه کې شوې ده.