د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست وايي، په افغانستان کې یې د پانګونې د جلبولو په هدف له روسي، ایراني او پاکستاني شرکتونو سره یو ګډ کنسرسیوم جوړ کړی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي دغه څرګندونې له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې. د هغه په وينا، طالبانو له بهرنيو شرکتونو سره يو تفاهم ليک لاسليک کړى، چې له مخې يې د يو ميليارد ډالرو په ارزښت پروژې پلې کولو لپاره خپل استازي کابل ته استوي.