"نی" د هلمند پر خبریالانو بندیزونه د فشار او سانسور عمل بللی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر “نی” د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې په هلمند ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو خبریالان او رسنۍ د عکسونو او ویډیوګانو له اخیستلو منع کړي دي.