د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د ملکي وګړو د پرله پسې نیول کېدو په غبرګون کې وايي چې د نیول کېدو پر مهال د ولسي وګړو د وهلو ټکولو راپورونه شته.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ دغه سازمان نن د یو ټویټ په خپرولو سره تاکید وکړ چې طالبانو په ناقانونه توګه د خلکو په نیولو او ځورولو سره د بشری حقوقو د نقض نوی پړاو پیل کړی دی.