د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې په تهران کې د افغانستان د سفارت په حقوقي وضعیت کې کوم بدلون نه دی راغلی او دا یو عادي داخلي بدلون دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د بهرنیو چارو وزارت ویاند په ایران کې د افغانستان د سفارت د ډیپلومات د بدلون په اړه وویل: د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل په اړه د ایران په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.