د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د ترکیې له سفیر جهاد ارګیناي سره وکتل او د دواړو هېوادونو پر اړیکو یې خبرې وکړې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تېره شپه (د دلو ۲۳مه) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې ستانکزي په ترکيه کې د شوې زلزلې له امله خواشيني څرګنده کړه او شهيدانو ته يې د مغفرت او ټپيانو ته د عاجلې روغتيا هيله وکړه.