په زرګونو اسراییلیانو د پنځمې اونۍ لپاره د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د دغه رژیم د اوسنۍ کابینې پر ضد مظاهرې وکړې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په پرله پسې توګه د پنځمې اونۍ لپاره، تل ابیب د “عدلي اصلاحاتو” پلان په ګډون د بنیامین نتنیاهو د حکومت د پالیسیو په وړاندې د اسراییلو لخوا د پراخو مظاهرو شاهد و.