د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، طالبان له افغانانو سره د خپلو ژمنو په سرغړونې سره له نړۍ سره د اړیکو د ښه کولو فرصت له لاسه ورکوي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرائس د یکشنبې په ورځ (د دلو ۱۶) په یوه خبري غونډه کې وویل: “اوسمهال د طالبانو له ظالمانه کړنو سره، له نړۍ سره د اړیکو د ښه کولو په اړه د دې ډلې مفکوره له یوه درواغ پرته بل څه نه دي.”