افغانستان 12 دلو 1401 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

مولوي امیرخان متقي: پاکستان دې د پېښور د چاودنې په تړاو دقيقه څېړنه وکړي او افغانستان ته دې د ملامتیا ګوته نه نیسي

مولوي امیرخان متقي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن په پلازمېنه کابل کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په ۵ زره بستریز ستر مرکز د پرانسیتې پر مهال وویل، چې پاکستان دې د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار د ورستۍ چاودنې په اړه دقیقه څېړنه وکړي.

متقي په پېښور کې د وروستۍ چاودنې او هلته په اوبو کې د یو شمېر زده کوونکو د ډوبېدو په پېښو خواشیني او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.

نوموړي همدارنګه وویل، چې د واسکټ او یا ماین چاودنه دومره تخریب او مرګ ژوبله نشي اړولای او په دې اړه باید دقیقه څېړنه او جدي پلټنې وشي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په ټینګار سره وویل، چې افغانستان له پاکستان سره په متقابل احترام ولاړو ښو اړیکو ته ژمن دی.

مولوي امیرخان متقي زیاته کړه، چې د افغانستان له خاورې څخه به هېچاته خطر متوجه نشي او هغه ګنګوسې يې په کلکه رد کړې، چې ګواکې ترهګري له افغانستان څخه پاکستان ګواښي.

متقي زیاته کړه، چې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت ټینګښت او له نورو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې په افغانستان کې د ترهګرۍ د نشتون تر ټولو ښه ثبوتونه دي.

مولوي امیرخان متقي په دغه مراسمو کې د نشه يي توکو سره د مبارزې او د ادارې فساد په له منځه وړولو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې بې ساري دي او نړيوال باید په دغه پرمختګونو سترګې پټې نه کړي.

د یادونې وړ ده، چې د آغوش په نوم په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې د دغه ستر مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د یو شمېر لوړپوړو افغان چارواکو تر څنګ د ملګرو ملتونو د نشه يي توکور سره د مبارزې د برخې استازې او په کابل کې د ترکيې، پاکستان، چین او یو شمېر نورو هېوادونو د سفارتونو استازو هم ګډون کړی و.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *