افغانستان 04 دلو 1401 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

ملګري ملتونه: په روان ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره د ۴،۶ مليارده ډالرو په ارزښت بشري مرستې کوو

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

ددغه پلاوي مشر مارټین چې په ترکیب کې یې د «Care» نړیوال خیریه بنسټ عمومي منشي سوفیا سپریچمن، د یونیسف اجرائیه ریاست مرستیال عمر عبدي‏، د «Save the children» مؤسسې رئیسه جانتي سوریپتو هم ګډون درلود، د افغانستان له فعلي امنیت څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د ښه امنیت له کبله موږ توانېدلي یو، چې خپلې چوپړتياوې د هېواد ګوټ ګوټ ته ورسوو.
نوموړي همدارنګه په ۲۰۲۳م کال کې افغانستان ته د تر ټولو لوړ مقدار ۴،۶ میلیارده ډالرو په ارزښت مرستو را جلبولو او په ۲۸ میلیونه هیوادوالو د وېشلو خبر ورکړ.
ددې تر څنګ د ملګرو ملتونو مرستیال د ښځو د کار او زده کړو په اړه خپلې اندېښنې او د دوی پر کاري برخه يې اغېزې شرېکې کړې.
ورپسې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال او ‏لوړ پوړي پلاوي له راتګ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، افغانستان د نړیوالې ټولنې برخه ده.
نوموړي زياته کړه چې ملګري ملتونه کولای شي د افغانستان او نړۍ په نژدې کولو کې رغنده رول ولوبوي.
سرپرست وزير همدارنګه وويل چې اسلامي امارت د عمومي عفوې یو داسې مثال وړاندې کړ چې معاصر تاریخ یې بېلګه نه لري‏.
متقي له راغلي پلاوي څخه غوښتنه وکړه، چې د نیوکو او خلاوو ترڅنګ دې په افغانستان کې وروستۍ لاسته راوړنې او فرصتونه په ریښتیني ډول د نړیوالې ټولنې سره شریکې شي.
نوموړي د راغلي پلاوي اندېښنې واورېدې، د «پاملرنې» مؤسسې د فعالیت د بیا شروع کولو په اړه یې ځانګړې مننه وکړه.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *