افغانستان 03 دلو 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په کابل کې د پاکستان له سرپرست سفیر سره وکتل

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي نداء محمد ندیم په افغانستان کې د پاکستان له سرپرست سفیر سیف الله خان سره وکتل.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي نداء محمد ندیم په افغانستان کې د پاکستان له سرپرست سفیر سیف الله خان سره وکتل.
نديم سرپرست سفير ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، افغانستان او پاکستان هغه دوه ګاونډي هېوادونه دي، چې له دیني او کلتوري پلوه ډېر مشترکات لري.
نوموړي د دواړه هېوادونو تر منځ پر ښو تحصیلي اړیکو او له یو بل سره د علمي او څېړنیزو تجربو پر شریکولو ټینګار وکړ.
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پاکستان له سرپرست سفیر څخه وغوښتل، چې په دغه هېواد کې د افغان محصلینو ستونزې حل او لا ډېرو افغان محصلینو ته د بورسونو د ورکړې په برخه کې همکاري وکړي.
په کابل کې د پاکستان سرپرست سفیر سیف الله خان په پاکستان کې د افغان محصلینو د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او په افغانستان کې یې د پاکستاني محصلینو د ستونزو د حل غوښتنه وکړه، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د یادولو وړ ده چې په دغه لیدنه کې دواړو اړخونو پر غوره تحصیلي اړیکو، د محصلینو د وېزو په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو او د علمي تجربو پر شریکولو خبرې وکړې.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *