افغانستان 02 دلو 1401 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د بهرنیو چارو وزارت له دچین نوي وزیر چین ګانګ سره ټلیفوني خبرې وکړې.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دواړو لوریو د افغانستان او چین پردوو اړخیزو دیپلوماتیکو اړیکو، ګډې سوداګرۍ او په افغانستان کې د چین پانګونې، امنيت او ثبات په تړاو هراړخیزې خبرې وکړې.

په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر خپل چینايي سیال ته د نوي ماموریت له امله مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه چې د خپل مسؤولیت په موده کې د افغانستان او چین دوې اړخیزې اړیکې لا وده وکړي.

متقي همدارنګه وویل چې چین هم په نړیوال سیاست کې او هم د افغان حکومت په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او افغانستان پر واحد چین باور لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه، چې  د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې وروستیو کې د امو نفتي حوزې تړون یو مهم پرمختګ دی او د دواړو هېوادونو له سوداګریزو اړیکو سره ډېره مرسته کولای شي.

مولوي امیرخان متقي خپل چینايي سیال ته ډاډ ورکړ، چې افغان حکومت د سيمې امنيت او ثبات لپاره هڅی کوي او هېڅ ډلې او يا فرد ته به اجازه ورنه کړي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پرخلاف وکاروي.

نوموړي په افغانستان کې د چینايي وګړو او شرکتونو د امنیت پر خوندیتوب د ټینګار ترڅنګ د چین د بهیرنیو چارو نوی وزیر وهڅاوه، چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور کې پانګونه او له افغان بزګرانو سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت نوي وزیر له خپل افغان سیال څخه مننه وکړه او د واحد چین په تړاو یې د افغانستان د حکومت پر دریځ یو ځل بیا ټینګار وکړ.

د چین د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې هېواد یې تل د افغانستان او چین ترمنځ د تاریخي اړیکو د پرمختګ لپاره هڅې کوي او د افغانستان خپلواکي، ملي حاکمیت او دیني او کلتوري ارزښتونو ته درناوی کوي.

چين ګانګ زياته کړه، چې چین به د افغان حکومت سره خپلو اقتصادي او پراختیايي اړیکو ته دوام ورکړي.

هغه همداراز کرنيز سکتور د افغانستان او چین ترمنځ د همکاريو ښه ساحه په ګوته کړه.

د چین د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل چې په مناسب وخت کې به دواړه د بهرنيو چارو وزيران مخامخ ليده کاته ولري.

د یادونې وړ ده، چې د دغه ټلیفوني خبرو په پای کې دواړو لوریو د افغانستان او چین ترمنځ پر نژدې او باثباته همکاریو ټینګار وکړ.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *