د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت شورا په یوه بیانیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د نوي نظام د جوړېدو لپاره زمینه برابره کړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا د یکشنبې په ورځ د جدي په ۱۱مه په یوه بیانيې کې د ښځو په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړې وغندلې او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د نوي سیاسي نظام د رامنځته کولو لپاره پر طالبانو او د هغوی پر ملاتړو فشار راوړي.