د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پیغام خپور کړی چې په کې د طالبانو هغه پریکړه چې په ادارو کې د ښځو له کار کولو منع کوي د افغانستان د خلکو لپاره ویجاړونکی بللی دی
د معمار پرس د خبر له مخې; د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین د شنبې په ورځ د جدې په ۳ مه په خپل ټویټر کې لیکلي: «موږ ژوره اندیښمن یو چې د طالبانو لخوا د (ښځو په کار) بندیز به په افغانستان کې ملیونونو خلکو ته د حیاتي بشري مرستو رسولو مخه ونیسي.» هغه زیاته کړه: “ښځې په ټوله نړۍ کې په بشري عملیاتو کې مهم رول لوبوي. دا پریکړه د افغانستان د خلکو لپاره ویجاړونکی کیدی شي.”