افغانستان 19 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

یوناما: طالبان باید د افغانستان له ښځو، نجونو او خلکو سره تاوتریخوالی ودروي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د ډسمبر له لسمې د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره سم وايي چي طالبان د افغانستان د ښځو او خلکو پر وړاندې باید د تاوتریخوالي مخه ونیسي.

خشونت علیه زنان

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د ډسمبر د لسمې (د حقونو د نړیوالې ورځې) په مناسبت اعلان وکړ چې په افغانستان کې له بشري حقونو څخه سرغړونې زیاتې شوي او داسې اقدامات شوي چې ښځې یې په ډیرو قضیو کې له عادي ژوند څخه بې برخې کړي دي. یوناما دې ته اشاره کړې چې “افغانستان یو له هغو ۴۸ اصلي هېوادونو څخه و چې د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر په لسمه یې په پاریس کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې دې اعلامیې ته رایه ورکړه.” دغه دفتر په دوام کې په افغانستان کې د بشری حقونو د سرغړونو د پراخیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه: د روان کال د بشری حقونو د ورځې په مناسبت ملګرو ملتونو له واکمنو چارواکو غوښتی چې هغه فرمانونه او کړنې لغوه کړي چې د افغانانو اساسي حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه محدودوي.” د یوناما په مطبوعاتي اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې “د خلکو له اساسي بشري حقونو او ازادیو څخه خوند اخیستل د پام وړ خراب شوي چې واکمن چارواکي یې مسؤل او حساب ورکوونکي دي.” په دغه بیانیه کښې د ښځو د اعتراضونو د دوام او د بشری حقوقو د فعالانو په خپلسری نیوکې ته په اشارې سره ویل شوی دی چې د ظریفه یعقوبی او د هغي د همکارانو له نیول کېدو څه باندې یوه میاشت تېریږی او د هغوی د نیول کېدو علت نه دی روښانه شوی. همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي د وهلو ټکولو، ورځني جسمي مجازاتو او د یو کس په عامه اعدامونو کې اشاره کړې او دا یې “یو ډول ظالمانه، غیر انساني او سپکوونکی چلند” بللی دی. سره له دې چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ څخه څه دپاسه یو کال تیریږي او په دې موده کې د عدالت غوښتنې غږ چې له حقونو د سخت سرغړونې څخه راپورته شوي دوام لري او یوناما وايي چې “د ښځو له حقونو څخه وحشیانه سرغړونې تر نن ورځې پورې د واکمنې ادارې یو له مهمو اړخونو څخه دی. د 2021 کال د اګست له 15 راهیسې، ښځې او نجونې په تدریجي ډول محدودې شوي او په ډیری قضیو کې په بشپړ ډول د زده کړې، کار ځای او د عامه او ورځني ژوند په نورو برخو کې د بشپړ ګډون کولو حقونه بې برخې شوي.” دغه دفتر دغه راز له اسلامي امارت غوښتي چې د خپلو اتباعو پر انساني کرامت او حقوقو باور ولري ترڅو یو سوله ایز افغانستان د ترلاسه شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *