افغانستان 16 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک په حضوري او آنلاین ډول د دغه بانک د عالي شورا غونډه جوړه کړه. د دغې غونډې د جوړولو موخه، د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره د مناسبو پولي سیاستونو پلي کول او د بانکي سکتور د ټینګښت په اړه خبرې او پرېکړې ویل شوې دي.

memaarpress

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې: د افغانستان بانک په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې، د افغانستان بانک سرپرست عبدالقاهر (حاجي ادریس) او د افغانستان بانک د عالي شورا نورو غړیو په حضوري او آنلاین ډول ګډون کړی و.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې د افغانستان بانک د اجراآتو د څرنګوالي او د ټاکل شویو پروګرامونو د تحقق ترڅنګ د افغانستان د اقتصادي وضعیت، د پولي سیاست د پلي کېدو د څرنګوالي، د بانکي سکتور د ټینګښت، د مالي نظام د ټیکاو، د اداینو بهیر د ډیجیټل کولو، د خلکو لپاره د بانکي اسانتیاوو رامنځته کولو او ځینو اداري موضوعاتو په اړه بحث شوی او د قانون د احکامو په رڼا کې لازمې پرېکړې شوې دي.

دغه غونډه پرون پیل شوې ده او نن پای ته رسېږي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان بانک عالي شورا په کال کې څلور غونډې ترسره کوي او د بانک د سیاستونو، کړنو، اجراآتو او لاسته راوړنو په اړه پکې خبرې او همدا رنګه د افغانستان بانک د کړنو او د هېواد د مالي او بانکي نظام د پیاوړتیا لپاره په کې اړینې پرېکړې کېږي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *