د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده په خپله وروستۍ اعلامیه کې ویلي، چې قاضیان د خپلو پرېکړو په صادرولو کې ازاد دي او هیڅوک د دوی په کارونو کې د مداخلې حق نه لري.
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د کندهار ولایت مقام تېره شپه (د قوس ۵مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د لس ورځني قضايي سیمینار په پای کې د اسلامي امارت رهبري پلاوي د کندهار، زابل او غزني ولایتونو د ملکي او نظامي محکمو له مسؤلینو سره لیدلي او خبرې اترې کړي دي. د اعلامیې پر بنسټ، شیخ هبت الله وویل، چې ټول قاضیان د خپلو پرېکړو په صادرولو کې خپلواک دي او یو شرعي نظام د محکمو د فعالیت له مخې معلومېږي. هغه ټینګار وکړ چې قاضیان په ټولو دولتي ارګانونو حاکم دي او نور ارګانونه باید د قاضیانو د دندو اجرا ته لومړیتوب ورکړي. د اسلامي امارت مشر د قضايي کارکوونکو د زیاتوالي غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې دې موضوع ته پاملرنه ضروري دي.