افغانستان 01 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د پکتیا په سرحدي سیمه کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې

د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې سرچینې د دې ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د طالب ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د سختې نښتې خبر ورکوي.

memaarpress

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د پکتیا ولایت په “ډنډ پټان” ښار کې سیمه ییزو سرچینو اعلان کړی چې د طالبانو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې په پایله کې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په وژل شويو او ټپيانو کې طالبان او ملکي وګړي شامل دي، چې له ډلې يې ١٢ ټپيان او درې مړي د “سمکني” روغتون ته او درې ټپيان او دوه مړي د پکتيا روغتون ته لېږدول شوي دي.

په ډنډ پټان سيمه کې يوې بلې ځايي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل چې له دې پېښې وروسته پاکستاني ځواکونو پولې ته څېرمه د ملکي افغانانو پر کورونو راکټي بريدونه کړي دي.

د دې سرچینې په وینا، طالبانو د پاکستان درې سرحدي امنیتي پوستې هم خراب کړي دي.

په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو هم د پولې بلې غاړې ته د یو شمېر ملکي وګړو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

سرچيني وايي، نښته د “خرلثي” دروازې ته څېرمه پيل شوې، خو تر اوسه يې انګېزه نه ده څرګنده.

طالبانو او پاکستاني چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو ورځو کې د څو ځلو لپاره د افغانستان په پوله کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته کیږي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *