افغانستان 10 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

له توماس ویسټ سره د ډاکټر عبدالله خبرې؛ د نجونو د ښوونځیو پر بیا پرانیستلو او ملي خبرو اترو ټینګار

ډاکټر عبدالله عبدالله او د افغانستان لپاره د امريکا د متحدو ايالتونو ځانګړي استازي توماس ويسټ د نجونو د ښوونځيو پر پرانيستلو او د ملي خبرو پر پيل ټينګار وکړ.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ عبدالله عبدالله پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې په دې ټیلیفوني تماس کې د افغانانو ترمنځ پر ملي او واقعي خبرو چې ملي یووالی او مشارکت به پیاوړی کوي، هم ټینګار شوی دی.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې په دې خبرو کې د افغانستان له خلکو سره د امریکا متحدو ایالتونو د بشري مرستو پر دوام هم خبرې وشوې.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د نجونو د ښوونځيو د تړلو له ۴۰۰ ډېرې ورځې تېرې شوې دي.

باید وویل شي، چې توماس ویسټ تر دې مخکې له پخواني ولسمشر حامد کرزي او په ترکیه کې له یو شمېر افغان سیاسي فعالانو او خبریالانو سره په خبرو کې په افغانستان کې د ملي خبري اتري پر جوړېدو ټینګار کړی و.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *