افغانستان 03 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په مزارشریف کې دیني عالمانو او قومي مخورو د افغانستان د ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ

په مزارشریف کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې دیني عالمانو او قومي مخورو د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو او د افغانستان د نظام په جوړښت کې د ټولو قومونو د ونډې غوښتنه وکړه.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ یو شمېر دیني عالمانو او قومي مخورو د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د یو مراسم په ترڅ کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو او د هېواد په نظام کې د ټولو قومونو پر ونډې ټینګار وکړ.

په دې مراسمو کې يوه ديني عالم “مبلغي” وويل: ټول قومونه که پښتون، ازبک، تاجک، هزاره او يا نور توکمونه دي، بايد د خپل نفوس له مخې په دولت کې ونډه ولري.

یو تن قومي مشر “محمد یونس ایوبي” هم د افغانستان اقتصادي بحران ته اشاره وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې د خلکو او په ځانګړې توګه ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

دیني عالمان او قومي مخور په داسې حال کې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي چې د طالبانو د موقت حکومت چارواکي وايي چې اوسنی حکومت ټول شموله دی او ټول قومونه په کې شتون لري.

له بلې خوا د سیمې او نړۍ هېوادونه د یوه ټول شموله حکومت رامنځته کول د طالبانو له موقت حکومت سره د اړیکو د عادي کولو له اساسي شرطونو څخه ګڼي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *