افغانستان 01 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ستانکزي او ریچارډ بینیټ ترمنځ لیدنه؛ د ښځو د ځان وژنې او ناقانونه وژنې کچه صفر ته رسېدلې ده

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ سره وکتل او ویې ویل چې د تېر په پرتله د ښځو د ځان وژنې او ناقانونه وژنې کچه صفر ته رسېدلې ده.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تېره شپه (د میزان 30مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ او ورسره ملګري پلاوي سره وکتل.

په اعلامیه کې راغلي: “ریچارډ بینیټ ته د ښه راغلاست پرمهال ښاغلي ستانکزي وویل چې بشري ستونزې زموږ له ګاونډیو هېوادونو څخه تر اروپا پورې په ټوله نړۍ کې شتون لري او افغانستان هغه هېواد دی چې یوازې له نیمې پېړۍ وروسته له جګړې راوتلی دی.”

خبرځاى زياته کړه: “ښاغلي ستانکزي د تېرې ادارې ستونزو ته په اشارې سره وويل، چې د پخوا په پرتله په زندانونو کې د ښځو د ځان وژنې او ناقانونه وژنې، تښتونې او شکنجې کچه صفر ته رسېدلې ده.”

ښاغلي ستانکزي دغه راز له ملګرو ملتونو څخه د اقتصادي ستونزو، بانکي بندیزونو، په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې او نورو ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.

ښاغلي بینیټ د بهرنیو چارو وزارت څخه مننه وکړه چې دوی ته یې د سفر اسانتیاوې برابرې کړي او حقایقو ته یې وړیا لاسرسی برابر کړی او ژمنه یې وکړه چې په افغانستان کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره به له بهرنیو مرستندویانو سره هر ډول مرستې وکړي.

بايد وويل شي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د نوي ماموريت له غځېدو وروسته دا افغانستان ته د ده لومړى يو اوونيز سفر دى.

د دغه سفر په ترڅ کې ښاغلی بینیټ پخپله پنجشیر ولایت ته ولاړ ترڅو په هغه ولایت کې د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو ادعاوې وڅیړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *