افغانستان 16 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په کابل کې د روسیې سفارت اعلان وکړ چې خپل قونسلګري خدمات ځنډوي

له پروني برید وروسته په کابل کې د روسیې سفارت اعلان وکړ چې د افغانانو لپاره یې قونسلګري خدمات په موقتي توګه ځنډولي دي.

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ په کابل کې د روسيې سفارت تېره شپه (د سنبلې ١٤مه) په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې په موقت ډول د قونسلګرۍ خدمات بندوي.

دغه سفارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون دوشنبه یوه ځانمرګي بریدګر د روسیې د سفارت د دروازې مخې ته ځان والوزاوه.

په دې پېښه کې دوه روسي ډيپلوماتان ووژل شول.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد زدران وايي، په دې پېښه کې ۶ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

خو؛ ځینو نورو خبري سرچینو ویلي، چې په دې پېښه کې ۸ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *