افغانستان 14 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

احمد مسعود: طالبان د نړیوالو تروریستي ډلو له ملاتړه برخمن دي/ د مقاومت جبهه په لوڅو لاسونو جګړه کوي

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د «انډین ایکسپریس» ورځپاڼې ته ویلي چې طالبان د نړیوالو ترهګرو ډلو له خوا ملاتړ کیږي او د افغانستان پر خلکو «ظلم» کوي. هغه زیاته کړه چې د مقاومت جبهه به د هر هغه هیواد مرستې ومني چې له دوی سره مرسته وکړي.

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ په دې خبرو کې د مقاومت جبهې مشر څرګنده کړه چې د افغانستان خلک چمتو دي چې د طالبانو په وړاندې ودریږي او د ازادۍ لپاره مبارزه وکړي. مګر دوی ملاتړ ته اړتیا لري.

د هغه په ​​وينا، تر ټولو مهمه او اساسي خبره سياسي ملاتړ او تجهیزات دي. هغه څرګنده کړه چې د مقاومت په جبهه کې تخصص، افرادي ځواک او عسکر کمښت نشته مګر د تجهیزاتو کمښت شتون لري.

ښاغلي مسعود ویلي دي چې تر اوسه هیڅ دولت د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ملاتړ نه دی کړی او دغې جبهې د خلکو په ملاتړ د طالبانو پر ضد جګړه کړې ده.

احمد مسعود دا هم ویلي، چې افغانستان ته د طالبانو په راتګ سره هېواد بېرته تورې دورې ته راګرځېدلی او ویلي یې دي، چې طالبانو القاعده او نورو ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې ده. هغه وویل، دوی په ازاده توګه د ښارونو په شاوخوا کې ګرځي او فعالیت کوي.

هغه د امریکا برید ته په اشارې سره چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري یې وواژه، وویل چې د کابل په مرکز کې د برید پر مهال او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د القاعدې د مشر شتون “د حیرانتیا وړ” نه دی.

د مقاومت جبهې مشر خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د یوه قانوني حکومت د نه شتون په صورت کې به د طالبانو رژیم دا هېواد د جیش محمد او نورو ډېرو تروریستي ډلو لپاره چې د هند او د سیمې د ټولو هېوادونو لپاره ګواښ دی، په امن ځای بدل کړي.

مسعود زیاته کړه: “د طالبانو ارادې ته تسلیمېدل د ترورېزم ارادې ته تسلیمېدل دي، او دا هغه اور دی چې پاکستان ورسره لوبه کړې ده او ډېر ژر به وګورو چې برعکس پایله به ولري.”

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *